IQNA

د افغانستان په کندهار کې  د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنې نندارتون پرانستل شو

15:07 - January 05, 2025
د خبر لمبر: 3490419
ایکنا - دا نندارتون د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت تر لارښوونې لاندې، د کانونو او صنعت، سوداګرۍ او پانګونې خونو، د سیکارام احمدي بازار موندنې شرکت اودغه راز د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له لورې جوړ شوی دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د نندارتون جوړونکي وایي موخه یې په کور دننه تولیداتو ته بازار موندل او وده ورکول دي.

دا نندارتون د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت تر لارښوونې لاندې، د کانونو او صنعت، سوداګرۍ او پانګونې خونو، د سیکارام احمدي بازار موندنې شرکت اودغه راز د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له لورې جوړ شوی دی.

 د سیکارام احمدي بازار موندنې شرکت اجرایوي مشر مسعود حقمل وایي په دې نندارتون کې چې  ددرې ورځو لپاره به دوام وکړي د کورنیو تولیداتو د نندارې لپاره یوسلو پنځوس غرفې ایښودل شوي دي چې په کور دننه تولیداتو سربیره پکې ځینې بهرني تولیدات هم موجودي.

 مسعود حقمل وایي دا نندارتون د نورو ولایتونو له نندارتونو سره ځکه په توپیر کې دی چې په دې نندارتون کې د کندهار وچو میوو ته چې په نړیواله کچه ځانګړی نوم لري ډیره پاملرنه شویده.

 د سیکارام احمدي  بازار موندنې شرکت اجرایوي مشر وایي دا نندارتونونه د کورنیو تولیداتو  لپاره په کور دننه او بهر د بازار موندلو تر ټولو ښه وسیله ګڼل کیږي.

 د دې نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان د کانونو او صنعت خونې مشر شیرباز کمین زاده په خپلو خبرو کې وویل دا ډول نندارتونونو جوړول وپه کور دننه له هیواده د باندې هم د وطني تولیداتو د پلور پر بازار مثبته اغیزه کوي .

نوموړي وویل اوسمهال افغانستان په ۱۳۷ تولیدي سکتورونو کې پر ځان  بسیا او پر خپلو پښو ولاړ دی.

د کندهار ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال  انجنیرعبدالباقي بینا بیا دا ډول نندارتونونه د اړیکو ټینګولوتر ټولو ښه وسیله وبلله ویې ویل سوداګر، او تولیدونکي یو له بل سره ویني او اړیکي جوړوي.

د دې نندارتون یو برخه وال عطا محمد وایي په کور دننه دښه کیفیت لرونکي تولیدات ترسره کیږي خو ډیری خلک ترې ناخبره دي چې دا ډول  نندارتونونه  د خلکو دخبراوي لپاره هم ګټور دي.

 زلمی بهادري ددې نندارتون بل برخه وال دی او هغه وایي دا ډول نندارتونونه باید په دوامداره توګه جوړ شي.

 د نوموړي پر وینا د حکومت او خصوصي سکتور ګډه همکاري په دې برخه کې ډیره اړینه ده.

 د کندهار له دې نندارتون خواوشاه یوه میاشت وړاندې ورته نندارتون په ختیځ ښار جلال اباد کې هم جوړ شوی و.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155954-

captcha